- مطابق
خبر:
د طالبانو او امریکايي پلاوي تر منځ د سولې د اتم پړاو خبرو اترو له پيلېدو سره همهاله د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر ولیکل: «طالبانو د هوکړې لپاره د تمایل نښانې ښودلې دي. موږ هم یوې سمې هوکړې تر لاسه کولو ته چمتو یو.» ده همدارنګه په یوه بل ټویټ کې بیان کړه: «موږ د سولې د هوکړې په لټه کې یو، نه د وتلو د هوکړې په لټه کې؛ داسې یوه هوکړه چې د وتلو لار هوار کړي. په افغانستان کې زموږ حضور په شرایطو پورې تړلی او له افغانستانه زموږ وتل به هم مشروط وي.»
تبصره:
که څه هم د «تروریستي ډلو» لخوا د افغانستان خاوره نه کارول او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تدریجي وتل د سولې د هوکړې لپاره د دواړو لورو د استازو د شرطونو مهمه برخه ده؛ خو د سولې هوکړه او له افغانستانه د امریکا د نظامي ځواکونو د وتلو هوکړه یو له بله بېلول د امریکايي اړخ له ژور مکر، فریب او دیپلوماسۍ څخه پرده پورته کوي او پر هغو دامونو دلالت کوي، چې امریکايي اړخ طالبانو ته په لاره کې اېښي دي. پر دې سربېره له امریکا سره خبرې اترې او د افغانانو خپلمنځي خبرې اترې بېلول د لارې پر سر بل خنډ دی؛ ځکه له امریکا سره د طالبانو له هوکړې وروسته د هغه خورا جنجالي پړاو د مختلفو افغان لورو تر منځ هوکړه ده.
همدا اوس د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو له روان څخه داسې په ډاګه کېږي چې طالبان باید په افغانستان کې ۱۸ کلنو غربي ارزښتونو لکه ډیموکراتیکو ازادیو، سیکولر اساسي قانون، بشري حقونو، د ښځو حقونو، د رسنیو ازادۍ او... منلو ته اړ کړي. دا هغه ارزښتونه دي چې تر اوسه طالبانو ته د منلو وړ نه دي. که دواړه اړخونه پر خپل دریځ ودرېږي او له امریکا سره د سولې هوکړه لیک به د جګړې له دوام څخه د طالبانو لاس هم پرې کړی وي او د سولې په پروسه کې به خنډ خلکو ته داسې وښيي چې ستونزه د امریکا لخوا نه، بلکې د مختلفو افغاني اړخونو له لوري رامنځته شوې ده. نو ځينې طالبان به اړ شي ترڅو د سولې پروسې د بریا لپاره له خپلو موخو راټيټ شي او د حکمتیار د اسلامي حزب غوندې به یې د افغانستان سیاسي واقعیت هضم کړي؛ خو ځينې نور به د دې پروسې د مخالفینو په توګه په نورو نومونو په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي.
د دغو شرایطو تر څنګ له امریکا سره د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته به نارضایتۍ په طبیعي ډول رامنځته شي او په اوږدمهال کې به د طالبانو واحد هویت پر څو ټوټو ووېشي او په هوکړه لیک کې به د امریکا مقابل لوری متفرق وښيي، چې په پای کې به خپله دغه ځانځاني، هوکړه لیک ته امریکا د نه ژمنتیا لامل شي. دې ته په پام د دغه ډول اختلافونو د رامنځته کېدو ظرفیتونه له همدا اوسه په طالبانو کې ښکاره دي. د امریکايي او افغان ځواکونو لخوا د ملکي وګړو د بمبار د شدت له امله یې همدا اوس د طالبانو او خلکو تر منځ درز جوړ کړی او دا د دې لامل شوی چې طالب نظامیان په خلکو کې نور د تېر په څېر ځای ځایګی ونه لري.
همدارنګه له امریکا سره د خبرو اترو د مخ ته وړلو د څرنګوالي پر سر روایتونه د نظامي طالبانو او په قطر کې د دوی د سیاسي پلاوي تر منځ د اختلافونو کیسه کوي. په همدغه ترتیب په جنوبي ولایتونو کې د طالبانو ځينې دویمه درجه رهبران هم لیدل شوي چې عملاً یې طالب جنګیالي په قطر کې د سولې خبرو اترو په پام کې نه نیولو او د جګړې دوام ته رابللي دي. له امریکا او د کابل له نظام سره د جکړې د دوام لپاره د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته د طالب جنګیالیو د نوو تشکیلاتو د جوړېدو روایتونه هم شته دي.
که څه هم طالبان له افغانستانه د امریکا د وتلو او د دغې ډلې د قدرت ته رسېدو پر شعارونو بوخت او ګرم دي؛ خو په دغه پروسه کې د امریکا شوم نیت آن د هغو سیاسي رهبرانو د پام وړ ګرځېدلی چې خپله د امریکايي ځواکونو په وسیله افغانستان ته راغلي دي. د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی یو له هغو دی چې د سولې پر پروسه نیوکې لري او وايي چې دغه بهیر تر اوسه په هېڅ ډول افغاني (د افغانانو په کنټرول کې) نه دی او هڅه د دې لپاره ده چې دغه بهیر د امریکا او پاکستان په واک کې پاتې شي. دی زیاتوي: «د هند، ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو رول د سولې په پروسه کې مهم دی او دا هېوادونه باید د افغانستان د سولې ضمانت وکړي. که امریکایان ووځي، په افغانستان کې باید سوله راشي. د امریکا وتل باید مسؤلانه وي، نه دا چې په وتلو یې د پاکستان لخوا بله ستره فتنه پيل شي.» د دغو مواردو مطرح کول خپله پر دې دلالت کوي چې له دغه هوکړه لیک وروسته بله جګړه پر لاره ده چې مسولیت یې باید په راتلونکي کې امریکا ته متوجه نه وي، بلکې مسؤلیت یې باید د سیمې د هېوادونو پر غاړه وي.
په پایله کې د سولې په خبرو اترو کې پر امریکا د طالبانو خوش باوري او اعتماد تاریخي تېروتنه ده، چې جبران یې د طالبانو ډلې ته ناشونی دی؛ ځکه د تاریخ په اوږدو کې له دولتونو سره د امریکا عهد او تړون ماتونې ښيي چې امریکا به یوه ورځ له طالبانو سره هم له خپلو تعهداتو مخ واړوي، معاصرې بېلګې یې له ایران سره د اتومي پروګرام او د روسیې منځني واټن ویشتونکو توغندیو له هوکړه لیک څخه وتل دي، چې د نړۍ سترو هېوادونو حتی روسیې له هغو څخه د امریکا د وتلو مخنیوی ونشو کړی. نو هر وخت چې امریکا غوښتي هوکړه یې کړې او هر کله یې چې ګټو نه ده ایجاب کړې، پر ضد یې ګام پورته کړی.
نو د طالبانو برخلیک باید یوازې د ټرمپ ټاکنیز کمپاین ونه ګرځي. د دې کشالې لپاره یوازینۍ حللاره دا ده چې طالبان باید له امریکا سره د سولې خبرې اترې ژر تر ژره ودروي او پر اسلامي لارښونو باندې په منګولو لګولو سره د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد صفونه قوي کړي او تر وروستۍ سلګۍ پورې له استعمارګرو اشغالګرانو سره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. یوازې صبر او مسیر ته دوام په دا ډول شرایطو کې بریا تضمینوي او بس؛ لکه څنګه چې په افغانستان کې د شوروي ماته په نړۍ کې د کمونېزم د استبداد پای و، د امریکا ماته به هم په نړۍ کې د ډيموکراتیک نظم د هژموني پای شي.
سیف الله مستنیر
د حزب التحریر- ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس